- مطابق
خبر:
د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر، نورالدین نېباتي په « اقتصادي بدلون او نوې نمونې» غونډه کې د پيل وینا او د اقتصاد په اړه څرګندونې وکړې؛ دا غونډه د خزانې او مالیې وزارت په کوربهتوب جوړه شوې وه. نېباتي، اقتصاد په بهرنیو او نا اشنا کلیمو داسې تفسیر کړ: «هټروډوکسي تګلاره چې له نیوکلاسیکي اقتصادي فکر څخه اېپیسټېمولوژیکي بېلوالی ښيي، له چلندي او عصبي اقتصاد - چې اوس ورځ تر بلې په مطرح کېدو دی- سره یې ډېر ارزښت وموند.» (خبري اژانسونه، ۲۰۲۲/۹/۲۹)
تبصره:
تر کرونا وبا وروسته، د ترکیې مالي کړکیچ او د لیرې د ارزښت ټیټېدلو ټول خلک اغیزمن کړل او دا چې د یادو ستونزو د حل لپاره ریښتیني ګامونه نه دي پورته شوي؛ وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی. دولتي چارواکي له یوې خوا ځانونه مکلف ګڼي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د ځان په ګټه فضا جوړه کړي او یو څه ووایي او له بلې خوا هڅه کوي چې د ځينو نوښتونو لکه «د ترکیې اقتصادي ماډل» په یادولو سره د ستونزو اصلي سرچینه پټه کړي. د خزانې او مالیې د وزیر هره جمله باید شفاهي وژباړل شي؛ حکومتي چارواکي داسې خبرې کوي لکه دوی چې له خلکو بېل لوی شوي وي.
نورالدین نېباتي تېرکال په یوه تلویزیوني خپرونه کې د نوي اقتصادي سیستم په اړه د خلکو د یوې پوښتنې په ځواب کې په ملنډو وویل؛ «زما سترګو ته کتلی شئ؟ زما په سترګو کې اقتصاد ځلېږي». دا او په « اقتصادي بدلون او نوې نمونې» غونډه کې د ده نا اشنا او پردۍ خبرې؛ د خلکو په منځ کې د بحث وړ موضوع شوه.
د نېباتي په خبرو کې د هټرودوکس او اورتودوکس کلیمو کارول ښيي چې څه ته چې دوی «د ترکيې اقتصادي موډل» وايي، په اصل کې د پانګوالۍ ترکي نخسه ده؛ ځکه هر علم یوه ايډیالوژیکه منځپانګه لري او هغه مفاهیم چې نېباتي وړاندې کړل؛ له پانګوالې ایډیالوژۍ یې سرچینه اخیستې وه. سربېره پر دې، له هغه وخته چې په ترکیه کې جمهوریت حاکم شوی، د دغه هېواد اقتصادي سیاستونه او پالیسۍ د پانګوالې ایډیالوژۍ پر بنسټ دي.
خبره دا ده چې په کوم اقتصادي نظام کې چې کورني اسعار یې په امریکایي ډالرو پورې تړلي وي او سودي بانکونه یې د اقتصاد د ماشین په توګه کار کوي؛ د خلکو مزدوري د مالیاتو او فرېب له لارې پکې استثمارېږي او قوانین یې د پانګوال نظام پر بنسټ ټاکل کیږي؛ دا نظام که هر څه وبولئ او هر ډول جامې ور واغوندئ، بدلېږي نه، بکلې همغه پانګوال نظام دی.
هغه څه چې د ترکیې اقتصاد له نورو اقتصادونو بېلوي او نېباتي غوښتل چې د «هټروډکس» د مفهوم له لارې یې تشریح کړي، د دغه هېواد د حکامو او مرکزي بانک لخوا په قصدي توګه د لیرې د ارزښت کمول و. معمولاً په نړۍ کې د مرکزي بانک دنده د ګټې له لارې د یوه هېواد اسعارو ته ارزښت ورکول دي، خو په ترکیه کې برعکس پالیسي پلې کېږي.
دحکومت د فرضیې پر بنسټ د نوي اقتصادي ماډل په پلي کېدو سره به صادرات تر وارداتو زیات شي، بهرنۍ سوداګري او کورنی تولید به وده وکړي او په دې توګه به د انفلاسیون مخه ونیول شي. په هرصورت، د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې چې مرکزي بانک د سود کچه راکمه کړې، انفلاسیون څو برابره زیات شوی او د اسعارو د تبادلې نرخ هم دوامدار لوړېږي. که څه هم ولسمشر اردوغان هڅه کوي چې دا پالیسي توجیه کړي او ظاهراً د سود مخالفت کوي او وایي چې د اوسني انفلاسیون لامل سود دی. په حقیقت کې د دغې پالیسۍ ګټه لابي ګرانو ته رسېږي او تاوان یې د ترکیې خلکو ته؛ ځکه کله چې موږ اقتصادي شاخصونو ته ګورو؛ له هغه څه سره چې اردوغان یې وایي بشپړ توپیر لري. همدارنګه د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې ۶ میاشتو کې چې نوی ماډل - چې ویل کیږي له سود سره مبارزه کوي- پلی شوی، د بانکونو د ګټې کچه ۴۰۰ سلنه زیاته شوې. هغه نور منفي معلومات به نه یادوو چې د خلکو عایدات یې زیانمن کړي.
نو یوازینۍ خبره چې د اقتصاد په اړه ویل کېدای شي دا ده چې پانګوالي لامل او کړکېچونه یې پایله ده. په ورته وخت کې د هټروډوکس مفکوره هم دا ستونزه نه شي حلولی، ځکه دا هم د پانګوال نظام یوه برخه ده. بنسټیزه حللاره د اسلام اقتصادي نظام دی چې د ترکیې خلک ایمان پرې لري؛ د اسلام په اقتصادي نظام کې هرډول سودي معامله منع ده او سودي بانکونو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي. د اسلام په اقتصادي نظام کې د پیسو سیستم بانکنوټونه نه دي، چې د انفلاسیون سبب کېږي، بلکې د سرو زرو معیار دی چې مناسب ارزښت لري.
د اسلام په اقتصادي نظام کې د ملکیتونو ډولونه محدود دي، شرکتونه عامه شتمني نه شي لوټولی او شتمنۍ به د خلکو ترمنځ عادلانه وېشل کیږي. که لنډ ووایو، د اسلام اقتصادي نظام د عدالت او پرمختګ یوازینی ضامن دی؛ د اسلام ۱۴۰۰ کلن تاریخ د دې خبرې شاهدي ورکوي. نو د مسلمانانو په توګه مو دا مکلفیت دی چې د نبوت پر منهج راشده خلافت – چې د اسلام د اقتصادي او نورو نظامونو پلی کوونکی دی- د تاسیس لپاره ګډ کار وکړو.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته
محمد امین یلدرم
ژباړه: محمد هارون رؤفي